کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سفر/ نوید احمد څرک

comments 0

1 Views

د دوشنبې په ورځ کابل د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو راغلی و او دلته یې له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره وکتل.
لیدنې تمرکز تر ډيره پر دې و چې دوه موضوعاتو کې څنګه د ولسمشر محمد اشرف غني دریځ راټیټ کړي او د امریکا، طالبانو او عبدالله غوښتنې ومني.
لومړی د طالب بندیانو خوشې کیدل
طالبانو له امریکا سره هوکړه کړې چې پنځه زره طالب بندیان به خوشې کیږي، هغه هوکړه چې تاوتریخوالي کمیدل پکې ذکر شوي، خو دا چې طالبانو بیرته جګړه پيل کړه، افغان حکومت زندانیان نه خوشې کوي.
د افغان حکومت دا دریځ د ملت دریځ دی، ځکه که پنځه زره طالب بندیان خوشې کیږي، ملت به یې نتیجه څه وګوري، د څه بدل کې خوشې شي، نه بین الافغاني خبرې پيل شوي، نه اوربند شوی، نه تاوتریخوالی کم شوی.
ولسمشر غني همدې موضوعاتو ته په کتو د خلکو اندیښنې جدي نیولي که طالب زندانیان خوشې کیږي، څه تضمین شته چې دا طالبان به بیا جګړې ته نه ستنیږي او طالبان به حتمي سوله کوي.
طالبانو پر امریکا فشار راوړی چې موږ خو له تاسو سره اوربند کړی، تاسو د بندیانو د خوشې کیدو ویلي، نو باید بندیان خوشې شي، خو طالب بندیان افغان زندانونو کې دي، د امریکا زندانونو کې نه دي چې امریکا یې خوشې کړی.
طالبانو داسې فکر کو چې دا نظام امریکا چلوي او څنګه یې چې خوښه شي، همغسې کیږي، ځکه یې د افغانستان مسایل هم له امریکا سره د سولې په میز شریکول، دا یې لویه تیروتنه وکړه او اوس باید افغان حکومت سره د بندیانو په خوشې کیدو خبرې وکړی.
د مایک پمپیو د سفر بله موضوع د عبدالله او غني ترمنځ د جنجال حل و.
پمپیو د دوشنبې په ورځ پوره هڅه کړې چې دواړه لوري په یو ګډ حکومت باندې راضي کړي، دا حکومت به د ملي یووالي حکومت ته ورته وي، خو بڼه به یې بدله وي.
عبدالله عبدالله یې یې هر شکل مني، خو چې د عبدالله اجرایواي صلاحیت پکې مالوم وي، خو غني داسې نه مني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته یې ښکاره ویلي چې ټاکنې شوي، شفافیت یې مالوم دی او پایلې اعلان شوي دي.
پمپیو ته عبدالله ویلي چې له غني سره هر ډول حکومت باندې جوړ راځي، خو چې اجرایوي صلاحیت یې مالوم وي، خو غني ویلي، همه شموله حکومت جوړوي، خو اجرایوي صلاحیت به یواځې له ولسمشر سره وي.
دا یې ورسره هم منلې چې عبدالله عبدالله ته به یو ځای حکومت کې ورکوي خو صلاحیت به یې رییس جمهور سره وي، دغه راز د عبدالله د ټیم کسان به وزارتونو، ولایتونو او سفارتونو ته معرفي کیږي، خو د وړتیا په اساس، نه د مصلحت له مخې.
افغان ولسمشر د دوشنبې ورځ لیدنه کې امریکا ته واضح کړه چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او کولی شي د خپل راتلونکي پریکړې په خپله وکړي او ټول چلنجونو او د خلکو له غوښتنو سره سم عمل وکړي.
که څه هم امریکا د مرستو د کمیدو ګواښ کړی، خو خلک حاضر دي چې امریکا دې هیڅ مرستې نه کوي، خو افغانان دې خپلې ارادې ته پریږدي چې خپلواکه پریکړې وکړي.

Share this page to Telegram

Comments