کابل ترهګرو پر وړاندې د بریکس غړو هېوادونو د وروستي دریځ هرکلی وکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: پرون دو شنبې په یوې دوه ورځني غونډه کې تروریزم پر وړاندې بریکس غړو هیوادونو خپل دریځ څرګنده کړ.
دغه غونده چې چین، روسیه، هند، جنوبی افریقا او برازیل ترمنځ ترسره کیږي په خپلې وروستي څرګندونو کې تروریزم پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو هلې ځلې وستایلې.
د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وویل: د برېکس غړو په داسې حال کې د ترورېزم پرضد د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مبارزې ملاتړ څرګند کړی چې د دې ټولنې دوو غړو روسیې او چین د ترورېزم پرضد د مبارزې لپاره د امریکا د وروستۍ ستراتیژۍ په وړاندې ملاحظه څرګنده کړې ده.
دغې غونډې کې لومړي ځل لپاره پاکستان مېشتې سختدریځې ډلې د سیمې د امنیت لپاره ګواښ بلل شوي او دغه راز یې د دغو ډلو ملاتړ کوونکي مسؤل بللي دي.
تردې وړاندې د امریکا ولسمشر په زغرده ویلي وو چې باید پاکستان په خپله خاوره کې د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو پناه ځایونه له منځه یوسي.
د برېکس غړو د افغانستان د بیا رغونې د هڅو او د ترورېزم پرضد د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مبارزې ملاتړ کړی دی.
د بریکس په خپور شوي اعلامیه کې راغلي او په سیمه کې پر امنیتي وضعیت او د طالبانو، حقاني شبکې، القاعده، لشکر طیبه، جېش محمد، حزب التحریر، داعش او نورو سختدریځو ډلو له لورې پر تاوتریخوالي اندېښنه ښکاره کړې ده.
اعلامیه کې ویل شوي لشکر طیبه په پاکستان کې مېشته سختدریځه ډله ده چې په هند او افغانستان کې په ترورېستي حملو تورنه ده.
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې یواځې افغانستان پاکستان پر وړاندې دغه څرګندونې ترسره کولې چې اوس مهال نړي په ګدون اقتصادي هیوادونه هم دا راز څرګندونې ترسره کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *