کابل بیا له اسلام تمه لري چې ژمنې به په عمل بدلې کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: افغان حکومت یو ځل بیا له پاکستان د سولې په تړاو د مثبت او عملي ګامونو د اخیستو هیله وکړه.
بهرنیو چارو وزارت وایي، افغانستان د پاکستان په ګډون د سیمې له ټولو هېوادونو سره غوره اړیکې غواړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي وایي، تمه لري چې پاکستان ته د افغان هیئت ورتګ به لامل شي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې په تړاو مثبت او عملي ګامونه پورته کړي.
دغه راز احمدي افغانستان کې د سولې راوستو لپاره د اندونیزیا، اوزبیکستان، المان او قطر هېوادونو هم مننه کړې چې په وینا یې هڅه کوي طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کینوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments