کابل برید د آی اس اې په همکارې پلان شوی وه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملي امنیت ریاست نه په خپور شوي خبر پاڼه کې راغلي چې د کابل برید د حقاني شبکې د پاکستان استخباراتي ادارې آی اس آی په همکارۍ پلان شوې وه.

دا برید چې تیره ورځ د کابل لسمې حوزې اړونده د زمبق څلور لاری سره د یوه ټانکر موتر په وسیله ځانمرګې برید شوی و د ملي امنیت لوی ریاست نه په خپور شوي خبر پاڼه کې راغلي چې د کره استخباراتي معلوماتو په اساس دا برید د حقاني شبکې او د پاکستان استخباراتي ادارې لخوا په دغه هیواد کې پلان شوې و.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اړه هر اړخیزې څیړنې پیل شوې دي او ددې پيښې عاملین به د امنیتي ارګانونو لخوا د هیوادوالو په مرسته د خپلو عملونو په جزا ورسول شي.
خو پژواک خبري آژانس ته یوې باوري سرچینې ویلي دي چي دا برید د حقاني شبکې دپاکستان دلشکر طیبه په همکاری ترسره کړی او دواړو ډلو پنځه ځلې غونډې کړې وې چې وروستۍ یوه یې د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې وه.
سرچینې دا هم ویلي چې دا برید حقاني شبکې د دوو مهمو غړو منیب حقاني او عزیز لخوا پلان اوترسره شوی دی.
دا په داسې حال کې دې چې د ملي امنیت شورا هم ویلي ول چې دا برید حقاني شبکې په وسیله پلان شوې و.
سپوژمې پوپل زې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply