کابل او واشنګټن په مرستو او اړیکو بحث کړی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر غني تېر مازدیګر د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مرستیالې مېرمن الیس ویلز سره په ارګ کې وکتل.
د ارګ خبرپاڼه لیکي، په دې کتنه کې دواړو لوریو د ښې حکومتولې او خودکفایي ته د رسېدو په موخه د امریکا ملکي مرستو ته د بیا کتنې په اړه چې په دې وروستیو کې جمهوررئیس غني په یوه لیک کې جمهوررئیس ټرامپ ته وړاندیز کړی و، بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني او مېرمن ویلز د افغانستان د سولې پروسې د پرمختګونو، د سولې مشورتي لویې جرګې د بریالي ترسره کېدو او پایلو او پر ټاکلي وخت د جمهوري ریاست ټاکنو د ترسره کېدو د ارزښت په اړه بحث وکړ.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments