کابل او تاشکند په اړیکو غږیدلي

comments 0

1056 Views

هندوکش – کابل: د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د سیمې د همکاریو پر ښه والي خبرې کړي دي.
حمدالله محب ازبکستاني پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې د ملي امنیت شورا دفتر په رهبرۍ کې بدلون به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډو چارو اغیز ونه کړي.
محب په افغانستان او سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او سولې لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی او له ازبکستان څخه یې غوښتي، چې پر هغو هېوادونو، فشار رواړي چې د سولې د ټینګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې صادقانه رول نه لوبوي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د امنیتي همکاریو په موخه د ګډ امنیتي کمیسیون د کارونو او راتلونکو ناستو، ګډو اقتصادي پروژو د تطبیق او همدارنګه د افغانانو په مشرۍ د سولې او مذاکراتو په ملاتړ د همکاریو پر څرنګوالي افغان لوري ته مالومات ورکړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments