کابل او اسلام اباد په ۷ موضوعاتو خبرې کړي

comments 0

0 Views

هندوکش: تیره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي، په اوو کلیدي موضوعاتو خبرې کړي دي.

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ویلي، هېواد یې د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې له بهیره ملاتړ کوي، پاکستان او افغانستان به هغه عناصر له منځه وړي چې دواړو هېوادونو ته ګواښ پېښوي، هڅه به وکړي څو ترهګرې ډلې له خپلې خاورې وباسي.

غني او عباسي ویلي، داسې میکانیزم به رامنځته کړي چې له مخې یې همغږي او د دواړو هېوادونو څارنه رامنځته شي او دواړه هېوادونه به یو د بل هوایي او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.

د دوی په خبره دواړه هېوادونه به د نیوکې پر ځای د ستونزو د حل لپاره عملي اقدام کوي او د دې موخې لپاره به یوه کاري ډله رامنځته کوي.

Share this page to Telegram

Comments