کابل، پروان او ننګرهار کې له درېیو خونړیو ماین چاودنو څخه مخنیوی تر سره شو

comments 0

27 Views

هندوکش ـ کابل: کورنیو چارو وزارت اعلامیه وايي، چې د ملي پولیسو منسوبینو د کابل، پروان او ننګرهار ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې له درېیو ماین چاودنو څخه مخنیوی کړی دی.
اعلامیه وايي، چې ترهګرو یاد ماینونه په تازه‌ګۍ سره د کابل ښار د اومې امنیتي حوزې د “ده مرادخان” سړک پر غاړه، د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د لارې پر مسیر او همدارنګه د ننګرهار ولایت د سرخ رود ولسوالۍ پر سړک د ترورېستي پېښو په موخه ځای پر ځای کړي وو.
اعلامیه زیاتوي، چې د سړک غاړې ماینونو او په عامه ځایونو کې د چاودېدونکو توکو ځای پر ځای کول د ترهګرو طالبانو مداوم کار دی، چې له دې کړنې په استفادې ګڼه ملکي مرګ ژوبله رامنځته کوي او طالبانو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او د دا ډول کارونو سره خپله کامیابي ښکاره کوي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments