ښځه د بشريت زانګو ده / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

له هر څه د مخه د مارچ اتمه ورځ چی د ښځو د نړیوال پیوستون د ورځی په مناسبت لمناځل کیږی د هیواد کړیدلو او ځوریدلو میندو، خویندو او د نړی ټولو ښځو ته مبارکی ووایم او د لوی څښتن تعالی له دربارڅخه ورته د نیکمرغه اوهوسا ژوند غوښتنه وکړم.
د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده، هغه ورځ چې د بشریت په تاریخ کې ښځو د بې عدالتی ، تبعیض او نابرابریو پر وړاندې په ډیره میړانه خپل غږ پورته او دغه ورځ یې د تاریخ په زرینو پانو کې ثبت کړه.
د دی ورځی په معنی کی په حقیقت کی ډیر لوی مفهوم پروت دی. که چیری ښځی نه وای نو اجتماعی (ټولنیز) نظام به نه وو، او همدا رنګه ښځي الله تعالی د نارینو سره برابر او مساوی دنیا ته تحفه کړی او همدارنګه د دنیا ټول بشری، او معنوی ارزښتونه ښځو روزلی دی. ښکاره خبره ده چه د دنیا نوابغ همدا ښځو روزلی دی، ښځي د بشری ټولنی اساسی کړۍ تشکیلوی او دا حقیقت رشتیاه دی چه وایی هغه لاس چه زانګو زنګوی هغه جهان (نړی) زنګوی ، ښځه د راتلونکی نسل مسووله او د سالم چاپیریال جوړونکی ده، زمونږ ګران افغانستان چه تقریبأ (۳۰) میلیونه وګړی لری چې له نیم څخه زیاته برخه یې ښځی تشکیلوی چې له بده مرغه د ناامنیو له کبله او په ځانګړی توګه د ترهګرو ډلو( طالب او داعش ) لخوا په دوي ډیر ظلمونو تر سره شوي لکه( د ښځو سنګسارول، د ښځو په صورت (مخ) باندی تیزاب پاشی (شیندل)، له ښځو سره زور زیاتي ، اجباری ودونه ، د ښځو تښتول، په زور نکاح کول، صحرایی محاکم، او داسی نور جنایات دی) چې د دوي پر وړاندې د دغو ترهګرو ډلو او په ځینو برخو کې د کورنې تاوتریخوالی له امله تر سره شوي دي، حال دا چې ښځه یو مور ده او د موردوعا د جنت لاره ده او الله تعالی ښځي د احترام وړ موجود په توګه هست کړي او د هغوي پر وړاندې دغیر اسلامي او غیر انساني عمل ترسره کیدل یو ناوړه عمل دي، خو د دغو ناخوالو سربیره هم د تاریخ په اوږدو کې زمونږ با شهامته میندو او خویندو خپل شهامت له لاسه ندی ورکړی او د ملالی، زرغونې انا، نازوانا، رابعی بلخی او دوي ته ورته لسګونو نورو په څیر یې د خپل ځان او هیواد د خپلواکۍ په لاره کې د خپلو ځانونو په قربانیدو سره د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د هیواد د دښمنانو پر وړاندې له هیواد او ولس څخه د ساتني په موخه له هیڅ ډول سرښندنو او قربانیو څخه ډډه نده کړی.
نو لازمه ده چې د یادې ورځی په لمانځلو سره په ټولنه کې د بې عدالتی، تبعیض او نابرابریو تر څنګ په هیواد کې د تاوتریخوالې او ناوړو پدیدو پر وړاندې هم په کلکه مبارزه وکړو.
لنده دا چې ښځه په خپل ذات کې یوه حماسه ده، ځکه د هرې حماسې ترسره کوونکی یوې مور زیږولی دی.

Share this page to Telegram

Comments