ښه او بد ترهګر نشته/ عبدالمنان توحیدیار

comments 0

1 Views

د امنیت شورا د مالوماتو له مخې، یواځې په تېره یوه اوونۍ کې طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ۹۷ ملکي وګړي شهیدان کړي او ۲۱۸ نور یې ټپيان کړي دي. طالبانو او نورو ترهګرو ډلو دا مرګ ژوبله ۲۱ ولایتونو کې په یوه اووښنې کې اړولې ده.
له دې مالومیږي چې طالبان او نورې ترهګرې ډلې له یو بل سره توپير نه لري او ټول په ګډه د افغانانو پروړاندې جګړه کوي، ځکه دوی ښځې او ماشومان وژني.
نو داسې ښکاري چې په داسې وضعیت کې د سولې خبرې نتیجه ور نه کړي، کله چې ترهګر او طالبان جګړه نه دروي، نو خلک نیوکه کوي چې ولې د افغان ځواکونو لاسونه تړلي دي.
مهمه دا ده چې له دې ټولو سره د افغانستان متحدین د ترهګرو کړنو ته برات ور نه کړي، ترهګرو وحشت کړی، ښه او بد نه لري، ترهګرو ته باید ښه او بد القاب و نه کارل شي، ټول بد دي او ټول د افغانانو قاتلین نه دی، نو د افغانانو هیله دا ده چې نړیوال دوی ښه او بد باندې و نه ویشي.
د افغانستان ستراتيژیک ملګري نه باید روانه لوبه کې د ترهګرو ملاتړ وکړي، طالبان افغانستان کې د داعش د تګلارې ملاتړ کړی دی، داعش هغو سیمو کې فعالیت لري چې طالبانو ناامنه کړې دي.
د داعش ځینې بریدونه چې شوي ویلی شو چې طالبانو مستقیم له داعش سره مرسته کړې، دا دوه ډلې منظمې اړیکې لري، دوی د یو بل پروړاندې فعالیت نه دی کړی، ځینو مواردو کې یې لږ جنګونه کړي، خو مفکوره او تګلاره یې یو ډول ده، دواړه د افغانانو پروړاندې جګړه کوي.
که امریکا سره د وروستیو بریدونو په تړاوکوم اسناد وي چې بریدونه طالبانو نه دي کړي، نو حکومت به خوشحاله شي مالومات، اسناد او ثبوتونه ورسره شریک شي، خو هغه مالومات چې افغان حکومت لري، دا ثابتوي چې د ننګرهار او دشت برچي برید کې طالبان لاس لري.
طالبان اوس هم د افغانستان او ستراتيزیکو ملګرو ملي امنیت ته ګواښ دی، طالبان اوس هم ترهګرو ډلو سره اړیکې لري او نباید د افغان حکومت ملګري هېوادونه داسې تبلیغات وکړي چې طالبانو ته یې ګټه رسیږي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې په دې توافق شوی چې امریکايي او نور بهرني ځواکونه به خوندي وي، خو دا په دې مانا نه چې د افغانستان ښځې او ماشومان به خوندی نه وي، له بده مرغه همداسې هوکړه شوې چې امریکایانو باندې برید نه کیږي او افغانان به وژل کیږي.
خو هوکړه کې دا شته چې افغان لوری به زندانیان خوشې کوي او طالبان به تاوتریخوالی کموي او بین الافغاني خبرې به پیل کیږي، افغان حکومت یو شمېر زندانیان خوشې کړل، خو دوی تاوتریخوالی کم نه کړ، بلکې لا یې زیات کړ.
افغان حکومت هڅه وکړه چې د سولې لپاره عمل وښیو، زر طالب زندانیان مو خوشې کړل، خو طالبانو څه وکړل، نه یې زندانیان خوشې کړل او نه یې تاوتریخوالی کم کړ.

Share this page to Telegram

Comments