ډېویډ پټريوس: د حقاني شبکې او طالبانو مشران په پاکستان کې پټ دي

comments 0

0 Views

هندوکش – واشنګتن:امریکایې متقاعد جنرال وایې واشنګټن د افغانستان جګړه په څو کلونو کې نه شي ګټلای او نه هم په دې جګړه کې بشپړ بري ته رسېږي.
واشنګتن پوست سره په مرکه کې ډیوید پټریوس پخوانې امنیتي ځواکونو متقاعد جنرال وایې، امريكا بايد په افغانستان كې د اوږد مهال لپاره پاتې شي، ځكه افغان جګړه د څو کلونو جګړه نه ده چې وګټل شي.
د بارک اوباما په کلونو کې پاتې شوی سي آی اې ریس پټریوس وویل: موږ د سیمه ییزې ترهګرۍ د مخنیوي لپاره ډېره ګټوره تګلاره لرو، البته موږ د بن لادن د له منځه وړو په شمول په سیمه کې د القاعدې د جګپوړو مشرانو وړتیاوې را کمې کړې، نو موږ اړ یو چې دلته د یوه اوږده وخت لپاره پاتې شو.
د نوموړي په وینا زه د امریکايي سرتېرو د زیاتولو د طرحې ملاتړ کوم، خو د دې ترڅنګ باید پر هوايي بریدونو شته بندیزونه لرې شي.
د سي آی اې پخوانی رئیس وايي: “موږ په کوریا کې تر ۶۵ ډېر کلونه کېږي چې حضور لرو، ځکه دلته زموږ مهمې ملي ګټې دي. موږ په اروپا کې هم خورا اوږد حضور درلود، تراوسه هم د روسیې خطر ته په پام حضور لرو. زه نه وایم چې موږ دې شپېته کاله په افغانستان کې وو، خو زه فکر کوم چې دا ماموریت باید کال په کال نه وي. ”
پټریوس وايي، د حقاني شبکې او طالبانو مشران په پاکستان کې پټ دي، خو امریکا ته یې هدف ګرځول ځکه سخت ګڼي چې هغو سیمو ته لاسرسی نه لري.
نوموړي ریاته کړه : “دا په یاد وساتئ چې د افغانستان او عراق ترمنځ ستر توپیرونه دي. تاسې د افغان طالبانو، حقاني شبکې او نورو یاغي ډلو مشران تر فشار لاندې نه شئ راوستلی، ځکه دوی زموږ د کنټرول له سیمې بهر دي. دوی په پاکستان کې په خپلو پټنځایونو کې دي. دلته باید سیمه ییزې هڅې موجودې وي چې زموږ پاکستاني شریکان وپوهوي چې د هغو عناصرو د پټنځایونو پر ضد لا زیات اقدامات وکړي چې د افغانانو د ژوند او افغان حکومت لپاره ستونزې جوړوي”.
همدارنګه دغه امريكايي جنرال وايي چې امریکايي ځواکونه افغانستان ته د یوه خاص هدف او علت پر اساس تللي او په همدې دلیل په افغانستان کې حضور لري. پټریوس دا هدف او دلیل د هغو ترهګرو ډلو موجودیت بولي چې په امریکا کې یې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې پېښې طرحه کړې.
فکور نعیمي – امریکا

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply