ډونالډ ټرمپ ته له طالبانو سره د متحده ایالاتو د هوکړې مسوده وړاندې کړل شي.

comments 0

92 Views

هندوکش – امریکا: د سپينې ماڼۍ د نن ورځې په تقسیم الاوقات کې ویل شوي چې ولسمشر به نن ماسپښين ناوخته (د امریکا پر وخت) د دفاع له وزیر مارک ایسپر سره د هوکړې په اړه بحث وکړي.
ټرمپ ته د موافقې مسوده داسې مهال وړاندې کیږي چې پرون د سولې د مذاکراتو لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، په یوه ټلوېزوني مرکه کې وویل له طالبانو سره د کاغذ پر مخ او اصولو کې هوکړې ته رسېدلي، او اوس د ولسمشر ټرمپ لاسلیک پاتې دی، چې ښايي له کومو ملاحظاتو درلودو پرته یې لاسلیک کړي.
خلیلزاد وویل، ”په پرنسیپ کې … د کاغذ پر مخ هوکړې ته رسېدلي یو، خلاص شوی او د کاغذ پاڼه تړل شوې ده. طبعاً تر هغو چې د امریکا ولسمشر موافقه ونه کړي، [هوکړه] وروستۍ نه ده — موږ په همدې پړاو کې یو.“
د خلیلزاد په وینا، که شرایط لکه څنګه چې هوکړه پرې شوې برابر شي، په څلور نیمو میاشتو کې به له پنځو اډو نږدې پنځه زره امریکايي عسکر ووځي. د نوموړي په خبره، د عسکرو له وتلو سره سم به په پروان او کابل کې په تاوتریخوالي کې د پاموړ کموالی راشي.
د یادونې وړ ده، ښاغلی خلیلزاد تېره یکشنبه، دوحه کې له طالبانو سره تر نهم پړاو مذاکراتو وروسته، د کابل حکومت له مشرانو او چارواکو سره د مشورو په موخه کابل ته راغلی او د ولسمشر او اجراییه رییس په ګډون یې له نورو سیاستوالو سره لیدلي دي.
د راپورونو له مخې، نوموړي ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس ته د هوکړې مسوده ورښکاره کړې، خو ورته سپارلې یې نه ده. ښاغلي خلیلزاد د دې لامل امنیتي مشکل او د ټرمپ لخوا هوکړه کې د احتمالي ملاحظاتو راتلل بللي دي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments