ډك نسى چرګ

comments 0

0 Views

د اړتیا ور مواد:
1- چرګ يوه دانه.
2- شكرپاره ( كيشته ) 250 ګرامه .
3- پسته، بادام دوې كاچغي .
4- كشميش يوه كاچغه .
5- غوړي 150 ګرامه .
6- پياز دوې دانې .
7- د لېمو اوبه نيم ګيلاس .
8- بوره دوې كاچغي .
9- د نارنج د پوست خلال چي تريخ والى يې اخيسته شوى وي يو ګيلاس.
10- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخولو طریقه:
شكر پاره څو ساعته د مخه مينځو او خيشته وو يې. بيا چگرګ پاكوو او ميده ورېښتان يې پر اور باندي ور سوځو او ښه يې مينځو وروسته بيا شكرپاره، كشميش، پسته او بادام د نارنج د پوست خلال د لږ مالګي او مرچكو او پنځوس ګرامه غوړيو سره ګډوو او د چرګ نس ځيني ډكوو او نس يې په تار ور ګنډو. پاته غوړي په دېګ كي اچوو او پر اور باندي يې اېږدو تر څو سره سي بيا د چرګ شا و خوا په غوړو كي سره كوو بيا يوګيلاس اوبه او پياز او كه چيري د نارنج پوست وي يوه ټوټه ور اچوو او د دېګ سر ور بندوو تر څو چرګ پوخ سي. بيا د دېګ سر ور خلاصوو، لږ مالګه، مرچ، نيم ګيلاس د لېمو اوبه او دوې كاچغي بوره ور اچوو او اېږدو يې څو يو دوه واره و اېشي. كله چي چرګ پوخ سو او يو دوې كاچغي اوبه ولري چرګ را باسو، په دېش كي يې اېږدو او د نس تار يې خلاصوو او د چرګ پاته لعاب يې پرسر ور اچوو.او لږګشنيز او نعناع يې پر سر ور ميده كوو.

Share this page to Telegram

Comments