ډانفورد: امریکا د افغانانو ترمنځ د یوې هوکړې په لټه کې دې

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکایي رسنیو خبرونو په وینا، د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف دنفورډ یو وار بیا ویلي، چې امریکا نه غواړي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټن ځای بدل شي.
رسنۍ وایي چې نوموړی زیاتوي امریکا د افغانانو تر منځ د یوې هوکړې په لټه کې ده. نوموړي ویلي، دوی د افغانانو تر منځ د داسې خبرو په اړه فکر کوي چې په افغانستان کې د سولې او امنیت سبب شي، څو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځای بدل نه شي.
ډنفورډ ویلي له پرمختګونو سره سره باید دا ډاډ تر لاسه شي، چې د ترهګرۍ ضد موخو ته رسېدلي یو.
د ډنفورډ دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوې مرکه کې ویلي، چې له طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته به په افغانستان کې کابو ۸۶۰۰ امریکايي سرتیري پريږدي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments