ډاعش ترهګرې ډلې جوزجان کې تر لسو ډېر ښوونځي ویجاړ کړي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – جوزجان: داعش ترهګرې ډلې د جوزجان ولایت په درزآب کې له لسو ډیر ښونځي تړلي دي
جوزجان کې چارواکي وایي چې ویجاړ شوي ښوونځیو کې د نجونو یوه لیسه هم شامله ده چې داعش ترهګړې ډلې لخوا ویجاړه شوې ده.
آزادي رادیو نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د درز آب ولسوال بازمحمد داور وايي چې د دې ولسوالۍ یو شمېر سیمې داعش جګړه مارو نیولي او په وروستیو څو ورځو کې یې ۱۲ ښوونځي ویجاړ کړي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې د داعش غړیو ورته ویلي چې د دوبي له رخصتیو وروسته به دا ډله خپل تعلیمي نصاب په ښوونځیو کې تطبیق کړي.
دا په داسې حال کې ده چې داعش ډلې څو ورځې مخکې له لسو طالبانو سرونه درزآب ولسوالې کې هم غوڅ کړي وه چې له امله یې طالب او داعش ترهګړې ډلې ترمنځ سخته نښته شوې وه.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *