چې نه یې غواړې پرې واوړې/ نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

افغانستان کې د بیان له ازادۍ ډير خلک ناسمه ګټنه کوي، خو دا چې حکومت ته لوی مسوولیتونه ور ترغاړې دي، ډير کله یې کم پآم کیږي چې د بیان د ازادۍ په نوم ځینې مافیاوو مخه ونیسي

افغان حکومت ډير کله دا ډول خلک اګنور کوي، خو ډیر کله بیا ځکه ورته پآم نه کوي چې پروړاندې یې غبرګونونه راپورته کیږي، یانې دمصلحت له مخې یې ځان پرې کوڼ اچولی دی.

کابل کې یوه ډله چې د حکومت هره کړنه ننګوي او د طالبانو هر عمل توجیه کوي، له کلونو راهیسې فعالیت کوي،که څه هم د دې ډلې ځینې کسان څو څو ځل د ملي امنیت تر پوښتنو لاندې راغلل خو بیایې هم خوشې کړل.

دا ډله د افغان ځواکونو قربانیو ته ډير کله سپک ګوري او دطالبانو قرباني د هېواد لپاره یادوي.

دا ډله د سولې تر نوم لاندې کار کوي او د طالبانو هر عمل توجیه کوي، حکومت غندي او د افغان ځواکونو قرباني هسې بې ځایه یادوي.

دې ډلې کلونه د سولې تر څادر لاندې مبارزه وکړه او خلکو ته په ښکاره ښيي چې ګنې د سولې لپآره کارکوي، خو په پټه د روسيې او ناټو څخه پروژې اخلي او تطبیق کوي یې.

د دې ډلې یو کس څو ځل په دې تور ونیول شو چې طالبانو ته مالي امکانات برابروي، له سرای شهزاده یې څو ځل پيسې اخیستي او طالبانو ته یې رسولي دي.

دا ډله د روسيې له سفارت هم پيسې اخلي او کار کوي چې خلک د امریکا او افغان حکومت پرضد وپاروي او طالبانو ته رسمیت ورکړي

اوس چې دا ډله د ناټو په مرکز کې ولیدل شوه، په تړاو یې ټولنیزو رسنیو کې بیلابیل لیدلوري شته، خو تر ټولو ښه دا چې دا ډله خلکو وپيژندله چې د سولې له پروسې د پروژې کار اخلي.

اوس مالومه شوه چې دا ډله ولې د امریکا د وتلو چیغې وهي، د دې لپاره چې له روسيې پيسې ترلاسه کړي، اوس چې ناټو خبره شوه چې دا ډله یې پرضد تبلیغات کوي، خپل مرکز ته دعوت کړي چې له روسيې لاس واخلي.

په ټوله کې ددې ډلې اصلي څېره خلکو ته روښانه شوه چې یواځې د مدني مبارزینو په نوم ښکاره طالبان دي او د طالبانو اهداف یې کابل کې مخکې کړي دي.

Share this page to Telegram

Comments