چې مالیه ورکوي، د وسلې جواز ورکول کیږي

comments 0

2 Views

هندوکش – کابل:د کورنیو چارو وزارت ته ځینې داسې کسان مالوم دي چې د کاروبار په نوم د وسلې جواز لري، خو مالیې وزارت ته جواز نه ورکوي.
کورنیو چارو وزارت له څېړنو وروسته یوازې هغو کسانو ته د وسلې ګرځولو جواز ورکوي چې نوم یي د مالیې وزارت د مالیې ورکوونکو په لست کې شامل وي.
د کورنیو چارو وزارت دمالوماتو له مخې په هېواد کې ګڼ کسان د خپل شخصي امنیت په پلمه ساتونکي لري چې له دې وروسته یي په تړاو تصمیم بدل شوی دی.
کورنیو چارو وزارت به هغو شرکتونو ته ترهغه مهاله د وسلې ګرځولو جواز ور نه کړي چې د مالیې وزارت د مالیې ورکولو نوملړ کې نه وي.
وزارت د دغه ګام پورته کولو موخه د ملي عوایدو ډېرېدل او په دغه سستم کې د رونټیا رامنځته کېدل یادوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments