چین کې اور لګیدو ځاني زیان اړولی

comments 0

0 Views

هندوکش – چین: د چین په هیلونګ جیانګ ولایت کې په یو هوټل کې اورلګیدو کابو ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
راپورونه وايي په دغه اور لګیدو کې ۱۹کسان مړه او ۲۱ نور ژوبل دي.
روغتیايي چارواکي وايي ژوبل شوي کسان یې په بیړنۍ توګه روغتونونو ته استولي او اوس تر درملنې لاندې دي.
په ټپیانو کې د اور وژنې ډلې کارکوونکي هم شامل دي.
تر اوسه دغه هوټل کې د اورلګیدو لامل نه دی څرګند خو چارواکي وايي په تړاو یې پلټنې دوام لري.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments