چین په افغانستان کې د سیلاب ځپلو سره مرسته کړې

comments 0

1 Views

د چين هېواد اعلان کړی چې له سیلاب ځپلو افغانانو سره ۸۰۶ میلیونه افغانۍ مرسته کوي
هندوکش ـ کابل: چین هېواد اعلان کړی چې له هغو سیلاب ځپلو سره ۸۰۶ میلیونه افغانۍ مرسته وکړي چې په دې وروستیو کې یې زیان لیدلي دی.
د يادې مرستې هوکړه‌ لیک تېره ورځ په کابل کې د چین سفارت او طبعي پېښو ته د رسېدنې په چاروکې د دولت وزارت ترمنځ لاسلیک شوی دی.
طبعي پېښو ته د رسېدنې په چاروکې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني ویلي، ټاکل شوې ده، چې د روانې میاشتې په وروستیو کې یو زر او ۲۸۶ ټنه غنم او درې زره او ۹۸۲ ټنه چینایي وریژې چې ټولیز ارزښت یې ۵۵۰ میلیونه افغانۍ کېږي پر وروستیو سیلاب ځپلو باندې وویشل شي.
چین د اقتصادي نړۍ يو زبر ځواک هېواد دی چې کله ناکله له افغانستان سره هم د خپلې اقتصادي تګلارې له مخې مرستې کوي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments