چین وايي له افغانستان سره په بیلابیلو برخوکي مرستو ته چمتویو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: چین وایي دوی له افغانستان سره په بېلو برخو کې همکاریو او مرستو ته ژمن دي. په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي ژانګ جون ویلي دوی په دې لټه کې دي چې په افغانستان کې اوږده جګړه پای ته ورسېږي او دغه هېواد ته دایمي ثبات راشي.
دده په وینا چین د افغانستان دایمي پرمختګ ته ژمن دی او دې ته لېواله دی چې په خپلو سیمه ییزو لویو پروژو کې افغانستان شریک کړي.
نوموړي دا هم ویلي چې چین د افغانستان د سولې په پروسه کې همکار دی او د بین الافغاني مذاکراتو د پيلدو لپاره هڅه کوي.
چین تر دې وړاندې هم په افغانستان کې په بېلو برخو کې د همکارۍ او ملاتړ ژمنې کړې دي.
د افغانستان دولت د چین دهمکاریو منندوی دی او دلا زیاتو همکاریو غوښتنه يي تر کړی ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments