چین له پاکستان سره د دوو ملیاردو ډالرو په کچه مرسته کرې

comments 0

0 Views

هندوکش – چین: د چینې رسنیو خبرو پر بنسټ د پاکستان اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره زمینه چېن پاکستان سره دوه ملیارده ډالر مرسته کړې ده.
چین له پاکستان سره دغه مرسته پر داسې مهال کوی، چې اسلام آباد وايي، پولي رازښت د امریکايي ډالر پر وړاندې یې یو پر پنځمه لوېدلی او ښايي دغه مرسته به تر یوه برید پورې دغه ستونزه حل کړي.
اسلام آباد وايي، په اوس وخت کې یې د هېواد اقتصادي وضعیت خورا کمزوری دی او چین شوې مرسته د پاکستان لپاره حیاتي ارزښت لري او کولای شي د اقتصادي بحران په مخنیوي کې مرسته وکړي.
اسلام آباد د ورته نورو مرستو او پورونو تمه هم لري او دغه تمه یې تر ډېره پورې په چین او عربي هېوادونو په ځانګړې توګه په سعودي عربستان پورې تړلې.
ځکه سعودي عربستان هم له پاکستان سره د اقتصادي ستونزو د مخنیوي په برخه کې د شپږ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments