چین له افغانستان او پاکستان د ښوو اړیکو غوښتنه وکړه

comments 0

0 Views

هندوکش – چین: د چین په کوربه توب پیکنګ کې افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ په یوې ناستې کی هوکړه وشوه چې ترهګرو پر وړاندې په مبارزې کې باید درې واړه هیوادونه همکارې وکړي.
دغه ناسته چې تیره ورځ ترسره شوې وه چین له افغانستان او پاکستان څخه وغوښتل چې خپل‎منځي اړیکې ښې کړي.
یاده ِغونډه چې د دریو هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ جوړه شوې وه، له طالبانو چې د کابل او اسلام‎اباد ترمنځ په اړیکو کې د کړکېچ یو عمده عنصر دی، وغوښتل چې د سولې خبرو ته حاضر شي.
کومه اعلامیه چې د غوندې په پای کې درې واړو ارخونو لخوا خپره شوه پکې راغلي چې د ترهرګرۍ په وړاندې مبارزه کې به درې واړه هېوادونه سره همکاري کوي.
په دې برخه کې د دې یادونه هم شوې چې د ترهګرو په وړاندې دې له توپیر پرته اقدامات وشي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سر پرست یادونه وکړه چې درې واړو هېوادونو موافقه وکړه چې په هره بڼه وي، د ترورېزم په وړاندې مبارزه کې به همکاري کوي.
ناستې کې د درې واړو هیوادونه بهرنیو چارو وزیران یو ځل بیا تینګار وکړ چې افغان طالبان دې د سولې له خبرو سره یو ځای شي.
دا په داسې حال کې ده چې پر چین سربېره د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو هم په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه څو غونډې جوړې کړې چې تر اوسه یې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د ټینګښت د هڅو په برخو کې د پام وړ نتیجې نه‎دي ورکړي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply