چین د پاکستان او هند منځګړتوب کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – چین: چین هیله مندي وښوده چې د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې به ښې شي.
چین وايي که د هند او پاکستان اړیکې ښې شي دا به د سیمې امنیت او ټيکاو ته هم ګټه وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په بیجینګ کې رسنیو سره په خبرو کې دا څرګندونې وکړې.
هغې د دواړو هیوادونو ځواکونو ترمنځ د پوځي تمریناتو هرکلی وکړ.
دغه پوځي تمرینونه به سږ کال په روسیه کې وشي چې په پام کې ده د پاکستان او هند پوځونه به هم پکې برخه واخلي.
چین په دې اند دی چې د هند او پاکستان د سویلي اسیا مهم هیوادونه دي او ترمنځ یې روغه جوړه د ټولو په ګټه ده.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments