چین د افغان سولې په پروسه کې د هر اړخیز همکاری خبر ورکړ

comments 0

2 Views

هندوکش – چین: رسنیو سره په خبرو کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جینګ شوانګ ویلي، چې دوی د افغانستان د سولې په پروسه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي او په خبره یې په دې برخه کې مهم پرمختګونه شوي دي.
شوانګ د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې هند د افغانستان د سولې له روانو هڅو ګوښه نه دی ساتل شوی بلکې ددغه هېواد همکاري هم مهمه ګڼل شوې ده.
په دې وروستیو کې یو شمېر رسنیو راپورونه ورکړي وو، چې د پاکستان په غوښتنه هند د افغان سولې له پروسې ګوښه ساتل شوی دی.
چین ټینګار کوي چې د افغانستان جګړه د خبرو له لارې د حل وړ ده او د سیمې د هېوادونو ملاتړ او همکاري په دې برخه کې اغېزناکه او ګټوره ده.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments