چین: امریکا دې د عسکرو په ایستلو کې احتیاط وکړي

comments 0

0 Views

هندوکش – چین: چین له امریکا غوښتي چې په مسوولانه او تدریجي ډول دې له افغانستانه ووځي.
په اسلام اباد کې د چین مرستیال سفیر ليژیان ژاو ویلي، امریکا افغانستان کې اولس کلونه تیر کړل او که وځي، نو په مسوولانه او تدریجي توګه دې ووځي.
ژاو دا هم ویلي چې، که امریکا وځي نو ښايي د افغانستان وضعیت د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه چین او پاکستان ډېر اغیزمن کړي.
له دې سره د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی حاضر دي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې له افغانستان سره مرستې وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت استازي ویلي، د افغانستان امنیت، ثبات او پراختیا د ټولو سویلي اسیا او ګاونډیو هېوادونو لپاره مثبتې اغیزې لري.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments