چین امریکا ته ګواښ کړی

comments 0

16 Views

هندوکش – چین: چین، امریکا وګواښله چې د ټایوان په موضوع کې دې له احتیاط کار واخلي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت وروسته له هغې ګواښ وکړ چې امریکا د ټایوان کانال ته د جنګي کښتیو د استولو خبر ورکړ.
چین تور لګوي چې د دغو کښتیو استول ددې ثبوت دی چې امریکا په څرګند ډول له ټایوان ملاتړ کوي.
ګومان کیږي چې امریکا له ټایوان سره په دغو اوبو کې پوځي تمرینونه وکړي.
بیجینګ له پیله ادعا لري چې ټایوان د دوی خاوره ده او د چین متحدين باید له هغوی سره اړیکې جوړې نه کړي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments