چپرهار ولسوالۍ ته د داعشیانو نومول شوې ولسوال او نظمي مسوول ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: هندوکش خبري ویب پاڼې ته یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ویلي دي چې د افغان امنیتي ځواکونو په ځانګرو عملیاتو کې د دولت ضد داعش وسله والې ډلې قوماندان وژل شوې دې.
د سرچینې په وینا، د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ ته د داعشیانو نومول شوې ولسوال قاري ریاض مشهور په منیب وژل شوې دې.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو په چانیزو عملیاتو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د دولت ضد طالب او داعش وسله والې ډلې 21 غړي وژل شوې او ځينې اسیران نیول شوي دي.
د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې په ورته وخت کې د دولت ضد وسله والو ځيني پټنځایونه او نقلیه وسیلې هم له منځه وړل شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments