چوره ولسوالۍ کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: راپورونه وايي ، د ارزګان چوره ولسوالۍ کې ۲۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکې وايي، د یو لړ عملیاتو په پایله کې يې د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ د سقوط مخه نیولې.
د چورې ولسوالی ولسوال امین الله خالقي وايي تیره شپه شاوخوا ۷ بجي سلګونه وسله والو طالبانو د یادي ولسوالی په مرکز کې له څلورو اړخونو د افغان ځواکونو په میشتو امنیتي پوستو ډلییز بریدونه کړي چي د سهار تر پنځو بجو پوري یې دوام کړی.
ولسوال وايي د یادو بریدونو په پایله کې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي او۱۱ وسله وال طالبان ټپیان شوي.
وسله وال طالبان چي شمیر یې شاوخوا ۳۰۰ تنو ته رسیده غوښتل یادي ولسوالی ته سقوط ورکړي خو په افغان پوځيانو دغه بریدونه په شا تمبولي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments