چهودري: امریکا په افغانستان کې د خپلو ماتو پړه پر پاکستان اچوي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: په امریکا کې د پاکستان سفیر اعزاز احمد چوډري وایي چې افغانستان کې سوله او ثبات راوستل د پاکستان مسوولیت نه دې.
نوموړې یوې امریکایې ورځپاڼې ته ویلي دې چې، پاکستان یواځې کولای شي د سولې له پروسې سره مرسته وکړې خو داچې امریکا له پاکستانه افغانستان کې سوله غواړي نه زیاتې کوي.
نوموړي یادې ورځپاڼې ته ویلي دي چې، امریکا په دې هڅه کې ده چې د خپلو ماتو ټوله پړه پر پاکستان واچوي.
د نوموړي په وینا. امریکا ته پکاره ده چې ترهګرو په وړاندې د پاکستان په مبارزې کې ګده مبارزه وکړي او تل دې پاکستان ته ګوته نه نیسي.
د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې ترسره کیږي چې د امریکا ولسمشر مرستیال مایک پنس افغانستان کې یوې خبري غونډې پرمهال وویل، پاکستان نور د ترهګرو لپاره امن پټنځای نه شي کیدای او اسلام آباد ته پکاره ده چې د هر ډول ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې شته د ترهګرو کمپونه په دوامداره ټوګه افغانستان ته ترهګر لیږي او د افغانستان سولې پروسې پروړاندې ښند جوړوي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *