چهارشنبه افغان کریکټ لوبډله د وېسټ انډيز سره د لوبو لړۍ پیلوي

comments 0

204 Views

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د را روانې چهارشنبې په ورځ له ویسټ انډیز سره د مسابقو لړۍ پیل کړي.
دا سیالۍ د هند په لکهنوو ښار کې د نومبر په ۶مه پیلېږي.
د افغانستان د کرکټ وایې: “د افغانستان او وېسټ انډیز د کرکټ لوبډلې به درې ۵۰ اوره او درې ۲۰ اوره سیالۍ او یوه ټېسټ سیالي لري، افغان لوري تیاری ورته نیولی دی.”
د افغانستان د لوبډلې غړي د تمرین لپاره هند ته رسېدلي دي.
وېسټ انډیز د کریکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لري، درې ځله یې د پنځوس اورزیز نړیوال جام او یو ځل یې د شل اوریز نړیوال جام اتلولي هم ګټلې ده.
خو د نړیوال کرېکټ مبصرینو ویلي افغانستان د وېسټ انډیز سره ښه مقابله کولای شي او دا لوبې به خورا جالبې وي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments