چارواکي: کندهار کې هوایي بریدونو 35 طالبان وژلي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار امنیتي چارواکو په وینا، د ایساف هوایي ځواکونو په عملیاتو کې د دولت ضد 35 کسان وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا، د ایساف ځواکونو هوایي عملیات د یاد ولایت په شاولي کوټ، خواجه زو کې وژل شوي دي.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، برید کي د طالبانو لخوا د ښار صفا قوماندان ملا عبدالباري او د شاولیکوټ د ځنګله امنیتي مسول توریالی هم وژل سوی.
هغه زیاته کړې د بمبار پرمهال دیارلس نور وسله وال ټپيان سوی، چي پکښي د وسله والو لخوا د شاولیکوټ قوماندان ګلاب اغا هم شامل دی.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments