چارواکي: په ځوابي بریدونو کې د طالبانو 44 کسان وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ځایي چارواکي وایي چې په کندهار او زابل کې تېره شپه د وسله والو طالبانو درې لوی بريدونه پر شا تمبول شوي دي.
وسله والو طالبانو دغه بريدونه د کندهار په خاکرېز او د زابل په اټغر او دايچوپان ولسوالیو کې ترسره کړي دي.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سيال وایي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه په ډله یيزه توګه د زابل په اټغر او دایچوپان ولسوالیو بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول.
سيال وایي، له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۳۱ وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور يې ژوبل شوي دي.
نوموړی وایي چې په جګړه کې د وسله والو يو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د زابل د والي د ویاند په خبره، د تېري شپې په نښتو کې يو ملي پوليس هم وژل شوی او د ملي اردو دوه سرتېري ټپيان شوي دي.
همداراز تېره شپه طالبانو د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ د شېرغه په سیمه کې د ملي اردو د ځواکونو پر يوه کمپ بريد کړی.
د کندهار مطبوعاتي دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې په دغه بريد کي ۱۳ وسله وال وژل شوي او د ملي اردو د ۲ سرتېرو په ګډون ۲۳ وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments