چارواکي: په وروستیو ډیریو بریدونو کې د طالبانو کلیدي کسان وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د سي بي ایس نیوز د راپور له مخې په وروستیو ورځو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو والیان، ولسوالان او ددوی مرستیالان وژل شوي دي.
دغه رسنۍ ته امریکايي او افغان چارواکو ویلي چې په ګډه یې د طالبانو د ځپلو لپاره عملیات پراخ کړي دي او دا لړۍ به ادامه ولري.
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد ویلي چې د بهرنیو او افغان ځواکونو ترمنځ همغږي هم زیاته شوې ده او هڅه کېږي چې په ګډه د ټولو تهدیدونو د ختمولو لپاره مبارزه وشي.
دده په خبره افغان ځواکونه هم تر پخوا پياوړي شوي دي او کولی شي په یوازې ځان هم شته خطرونه له منځه یوسي.
تر دې وړاندې هم افغان او امریکایي چارواکو ویلي وو، چې د وسله والو طالبانو پر ضد به خپل عملیات پراخ کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments