چارواکي: په لوګر کې د طالبان یو مهم قوماندان او مالي مسؤل وژل شویدي

comments 0

2553 Views

هندوکش – لوګر: د لوګر امینتي چارواکي وایي چې تېره شپه د دې ولايت د محمداغې ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو په عملیاتو کې د حشمت په نوم د طالبانو يو مهم قوماندان له خپل مالي مسؤل سره یو ځای وژل شوی.
د لوګر د پولیسو ویاند شاپور احمدزي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې حشمت د سړکونو په سر د چېک پاینټونو په اچولو او د خلکو په ښکته کولو کې مهمه ونډه لرله چې څه موده وړاندې یې د لوګر د ټرافيکو سرپرست مدير هم له موټره ښکته او بیا وژلی و.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments