چارواکي: هلمند کې د کېلې بوټو د کر هڅې زیاتې شوي

comments 0

16 Views

هندوکش ــ هلمند: هلمند کې د کېلې بوټو کرلو هڅې زیاتې شوي دي. د هلمند هوا سره د کېلې ونې توافق کوي.
د هلمند دکرهڼي دریاست مسئولین وايي د څه مودې راهسیې يې د کېلې ونې تر څېړنې لاندې نیولي دي چې مناسبه پایله يې ورکړې ده.
که څه هم د کېلې هغه ونې چې د هلمند د کرنې د ریاست مسئولین وايي ښه وده کوي خو حاصل ته لاهم نه دي رسېدلي.
هلمند چي د کوکنارو د کښت له امله نړیوال شهرت لري امکان لري کېله ورته ښه بدیل ثابت شي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments