چارواکي: لوګر ازره کې ۱۰ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

10 Views

هندوکش ـ لوګر: د لوګر ولایت امنیې قومانداني وايي، چې په ازرې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ جګړه رامنځته شوې ده.
لومړی تېره شپه د افغان ځواکونو پر پوستو وسلوالو طالبانو برید کړی، چې وروسته وسلواله نښته شوې ده.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي یې د مرګ ژوبلې په اړه رسنیو ته وویل: “په دغو بریدونو کې لسو طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې، له نېکه مرغه چې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.
ښاغلی احمدزی وايي، ازرې ولسوالۍ ته د اړتیا وړ اضافي امنیتي ځواکونه او پوځي تجهیزات لېږل شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments