چارواکي: سیلابونو په هرات او سمنګان کې مالي او ځاني تاوان اړولې

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات: د هرات او سمنګان په ولايتونو کې د سيلابونو د راوتو له امله اتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل چې د دې ولايت په کرخ ولسوالۍ او د هرات- بادغيس لويې لارې اړوند د سبزک کوتل په سيمه کې راوتلو سيلابونو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

هغه زياتوي، تر دې دمه د کرخ ولسوالۍ د چوبي جومات په سيمه کې پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د هرات – بادغیس لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې تر دې دمه شاوخوا ۱۵ تنه چې سیلابونو وړي لادرکه دي.

همداراز، د سمنګان ولایت د درې صوف ولسوال احمدالله احمدي وويل چې تېره ورځ تر غرمې وروسته شاوخوا شپږ بجې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې سيلابونه راوتلي او ګڼ شمېر کلي يې زيانمن کړي دي. هغه زياتوي، د دې سيلابونو له امله درې ځوانان چې د درې صوف ولسوالۍ د دلدل په سيمه کې د اوبو د زېرمې په جوړولو بوخت وو، مړه شوي دي.

د ده په وينا، يادو سيلابونو مالي زيانونه اوړلي او د راوتو له امله يې لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه خرابه شوې ده.

امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments