چارواکي: د درملو قاچان په موخه ایراني او افغاني چارواکو خبرې وکړې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د عامې روغتیا وزیر د ایران د روغتیا له وزیر سعید نمکي سره د لیدنې پر مهال په بېلو برخو کې د همکاریو پر ډېرولو ټينګار کړی دی.
دواړو لورو ژمنه کړې چې د افغان روغتیایي کارکوونکو د روزنې په برخه کې به همکاري کوي او همدا راز به هڅه کېږي چې د درملو د قاچاق مخنیوی وشي.
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز دغه راز له ایراني لوري سره په خبرو کې ویلي چې د ساري ناروغیو پر وړاندې د مبارزې او مخنیوي لپاره به هم پخپلو کې ګډ کار کوي.
ایراني لوري هم ژمنه کړې چې دوی به تر خپلې وسې له افغان لوري سره د روغتیايي خدماتو په برخه کې همکاري او مرستې کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments