چارواکي: خوستیان نور اړ ندي د پښتورګو ناروغیو د درملنې لپاره پاکستان ته لاړ شي

comments 0

0 Views

هندوکش – خوست: د خوست ځايي چارواکي وايي، پخوا د پښتورګو ناروغان اړ ول، چې د درملنې لپاره پاکستان او هند ته لاړ شي، خو تر دې وروسته به د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د ناروغانو وړیا درملنه په نوي پرانیستلي شوي روغتون کې کېږي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، تر کابل او جلال اباد وروسته دا د افغانستان د پښتورګو (بډوډو) د ناروغیو درېیم روغتون دی چې پکې به متخصص ډاکتران ګماري او په نوې ټېکنالوژۍ به یې سمبالوي.
د دوی په خبره، د روغتون پر وسایلو او ټېکنالوژۍ یې ۱۱ میلیونه افغانۍ لګولې دي چې د افغان حکومت له اختیاري بودیجې څخه ورکړل شوې دي.
د خوست د عامې روغتیا رییس ډاکتر حبیب شاه انصاري د روغتون د پرانیستغونډې ګډونوالو ته وویل، مخکې مو دا روغتون نه لاره او بیماران اړ ول، چې د درملنې لپاره پاکستان او هند ته لاړ شي.
د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، پېنځه کاله مخکې په افغانستان کې د پښتورګو د ناروغانو لپاره هېڅ روغتون نه وو.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments