چارواکي: امنیتي ځواکونو په پکتیا کې د وسلو یوه زیرمه کشف کړه

comments 0

20112 Views

هندوکش – پکتیا: امنیتي چارواکي وايي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د پکتیا ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ په کوټ سیمه کې د وسلو یوه زیرمه کشف کړه، چې په پایله کې یې ۱۳ کلاشنیکوفونه او ۳۵ میله توفنګچې افغان ځواکونو ته په لاس ورغلې.
د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان وایي، وسله والو غوښتل چې له دغو وسلو څخه په چریکې بریدونو کې کار واخلي، خو په خبره یې ملي امنیت ځواکونو د دغو بریدونو مخه ونیوله.
د سرچینې په خبره، تر اوسه د یادو وسلو په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو په اړه یې پلټنې روانې دي. تراوسه کومې وسله والې ډلې په دې هکله څه نه دي ویلي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments