چارواکي : امنتي ځواکونو به ډېر ژربه ددې ولایت په ناامنه سیمو کي عملیات پیل کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي: په پام کي ده، چي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ډېر ژر ددې ولایت په یو شمیر ناامنه سیمو کي عملیات پیل کړې، چي په ترڅ کي یې پراخي سیمي له وسله والو طالبانو څخه ونیول شي.
دهلمند والي ویاند زیاتوي: دغه راز په موسی کلا، سنګین او کجکي ولسوالیو کي د امریکایي ځواکونو په هوایي بریدونو کي پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي، د هغوی څلور ستر مرکزونه تخریب شوي او ګڼ شمیر وسلې او مهمات یې له منځه تللي دي.
د هلمند ولایتي اداره ددې ولایت په یو شمیر ناامنه سیمو کي د عملیاتو له پیل څخه خبر ورکوي او زیاتوي چي ددې تصفیوي عملیاتو په ترڅ کي به پراخي سیمي له وسله والو طالبانو څخه ونیول شي او کله مو چې سیمې له طالبانو ونیولې امنیتي پوستې به په کې ځاي پرځاي شي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک دغه راز وویل: ددې ولایت په دریو شمالي ولسوالیو، موسی کلا، سنګین او کجکي کي امریکایي ځواکونو د وسله والو طالبانو پټنځي په نښه کړې، چي د هوایي برید په ترڅ کي په یادو دریو ولسوالیو کي ۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور ستر مرکزونه یې وران شوي دي.
ښاغلي ځواک زیاته کړه پدې هوایي بریدونو کي د وسله والو طالبانو ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم تخریب شوي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments