څیړونکي: امریکا باید افغانستان ته امنیتي ضمانت ورکړي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: امریکاي رسنیو نه په خپور شوي خبرونو کې راغلي چې امریکا باید ترکیې په شان د افغانستان له ګاوندیو هیوادو د امنیت تضمین واخلي.
رسنۍ زیاتوي چې، امریکا له ترکیې د کردانو د امنیت ساتنې او دغه راز د داعش ډلې د جرړو ایستلو ضمانت غواړي نو باید له افغانستانه هم د خپلو سرتېرو تر ایستلو مخکې د یاد هېواد له ګاونډیو هېوادونو نه ورته ضمانت تر لاسه کړي.
رسنې زیاتوي که څه هم افغانان هیله من دي چې امریکا به د تېر په څېر افغانستان مخالفو قوتونو ته پرې نه ږدي خو بیا هم امریکا باید د خپلو ځواکونو تر وتلو مخکې افغانانو ته د ضمانت په توګه یو څه پرېږدي څو دا هېواد یو ځل بیا د وسله والو ډلو په امن ځاله بدل نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون په خپل تازه بیان کې ویلي، امریکا به په بېړه خپل ځواکونه له سوریې ونه باسي. هغه ویلي څو پورې چې په سوریه کې د داعش ډلې د له منځه وړلو او دغه راز د کردانو د امنیت تضمین نه وي شوی دوی به په یاد هېواد کې پاتې وي.
د کارپوهانو په باور له طالبانو سره خبرې په یاد هېواد کې امنیت نه شي ډاډمنولی نو ټرمپ باید د افغانستان په اړه هم د سوریې په څېر تګلاره خپله کړي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments