څیړنه: د خولې کیدو لاملونه

comments 0

0 Views

د خولې نورماله اندازه سړی له تشویش سره نه مخ کوي خو که چیرې انسان له اندازې زیات او له ځنډ پرته په دوامدار ډول خوله کیږي، نو ورځني ژوند کې خنډونه ورته پیدا کیږي او له شرمندګۍ سره سره د بدبوی ویره هم لري.
خو ولې ځینې خلک زیات خولې کیږي؟
څیړونکو د زیات خوله کېدو څلور لاملونه ویلي:
اول: د ښځو په نسبت نارینه زیات خولې کیږي.
دوهم: که چیرې له ورزش کولو نه ځان لیرې ساتئ نو دا هم د زیاتې خولې کولو لامل جوړیږي، ورزش کوونکي ډيره خوله نه کوي.
درېیم: د وزن زیاتوالی هم د زیاتې خولې کولو لوی لامل دی، که مو چیرې وزن زیات وي نو بیا د زیاتې خولې کېدو لپاره هم تیار شئ.
څلورم: په یوه څېړنه کې ویل شوي، تشویش خفګان او اندېښنه هم د خولې لامل کیږي او کوم کسان چې زیات خوله کیږي ډیری یې بې زړه وي او په عامه ځایونو کې د خبرو کولو جرئت نه کوي.
څنګه د زیاتې خولې کولو مخه ونیسو؟
د لاندې ځینو خوړو په کارولو سره کولای شو د زیات خوله کېدو مخه ونیسو.
۱: د مڼې سرکه
۲: لیمو
۳: تور چای
۴: د خوړو سوډا (Baking Soda)
۵: یخې اوبه
۶: مالګه او لیمو (لیمو او مالګه سره ګډه کړئ وروسته یې په لاسونو او پښو پورې ومږئ. کله چې وچ شي ويي مینځئ.)

Share this page to Telegram

Comments