څنګه کولای شو تل خوشحاله واوسو ، نېکمرغه ژوند وکړو او وخاندو؟

comments 0

0 Views

ښادي او نېکمرغي هغه څه دي چې مونږ ټول یې په لټه کې یو او هڅه کوو ترلاسه یې کړو ، نېکمرغي کېدای شي د یوې نوې دندې درلودل ، د یو نوي کور اخیستل او یا د پیسو تر لاسه کول واوسي.
څنګه کولای شو ښاد او نېکمرغه ژوند وکړو؟
۱-سپورټ وکړئ
مطالعاتو ښودلې چې سپورت کول نه یوازې د اندامونو د تناسب لپاره مرسته کوي بلکه له بدن څخه د اندروفین د بهر کېدو سبب کیږي چې کولای شي ستاسو د خوی بدلېدو سبب شي او تاسو خوښ او ښاد وساتي ، په تورنتو پوهنتون کې څېړنو ثابته کړې چې سپورت د اندېښنو درملنه کويږ
۲-مثبت فکر وکړئ
مونږ ټول پوهېږو چې چې مثبت فکر کول کولای شي د ۱۰ سلنه اندېښنو درملنه وکړي ، مثبت فکر کول کولای شي ستاسو په پرېکړه نېولو کې مرسته وکړي تر څو ښې او مثبتې پرېکړې وکړئ .
۳-له منفي افکارو لېرې واوسئ
ځېنې کسان په منفي فکرونو کې ډوبېږي او له منفي فکرونو د خلاصون لپاره له ستونزو سره مخامخ کيږي ، په مادرید کې یوې څېړنې دا ثابته کړې چې د منفي افکارو لیکل او یو یو یې ړنګول مرسته کوي تر څو تاسو په حقیقي توګه له منفي افکارو خلاصون ومومئ .
۴-مدیتیشن ترسره کړئ
د مدیتیشن تمرینات مرسته کوي تر څو د اندېښنو او افسرده ګۍ درملنه وکړئ ، ارواپوهان لدې چارې د خپلو ناروغانو په درملنه کې خورا ډېره ګټه اخلي، کله چې تاسو منظم ذهني تمرینات ترسره کوئ تاسو ځان خوش اخلاقه او ښاد محسوسوئ او په پایله کې تاسو نېکمرغي ترلاسه کوئ.
۵-په کافي اندازه خوب کوئ
کله چې کافي اندازه خوب ونلرئ نو تاسو منفي افکارو ته ځئ محققین دې پایلې ته رسېدلي چې که کوم څوک کافي اندازه خوب ونکړي نو په ماغزو کې د مثبت فکر برخه چې هلته مثبت فکرونه روزل کیږي له ګډوډۍ او اختلال سره مواجه کیږي چې په سمه توګه فعالیت نه ترسره کوي نو لاره منفي افکارو ته پرانیستل کيږي، نو ځکه د شپې نیم ساعت وړاندې ویده شئ تر څو سهار نیم ساعت وړاندې له خوپه پاڅېږئ .
۵-ډېر وخاندئ
که احساس کوئ چې یوه له ستړیا ډکه ورځ مو درلوده نو د ورځې په پای کې وخاندئ ، څېړنې وایي چې که د خندیدو تمثیل هم وکړئ ستاسو د ښادۍ سبب کېدای شي
۶-خپلې تېروتنې ومنئ
ښه ده چې دا ومنئ چې تاسو انسان یاست او انسان هم جایز الخطا دئ د خپلو تېروتنو په منلو سره کولای شئ ځان وبښئ او له ځانه سره مینه وکړئ .
۷-دا زده کړئ چې نه ووایئ
که د هغې کسانو له ډلې یاست چې تل هو وایئ او د نه ویلو جرآت او توان نلرئ نو ښه به وي چې پوه شئ تل د بلې ویل تاسو له استرس سره مخ کوي او تاسو کافي وخت او امکانات د ځان لپاره نلرئ .
۸-ډېره موده په طبیعت کې تېره کړئ
د اسکس پوهنتون محقیقینو د خپلو څېړنو په پایله کې اعلان کړي چې که تاسو حتی ۵ دقیقې هم وخت لرئ نو ضرور ده چې باید په شنو او طبیعي ځایونو کې واوسئ ، دا له تاسو سره مرسته کوي چې ښاد او سمسور واوسئ
۹-نورو ته بښنه وکړئ
بښنه پدې مانا نده چې هره تېروتنه چې ترسره شوې سمه ده ، بلکه دا پدې مانا دي چې ته له ذهني فشارونو او استرس ځان ساتې او غواړې خوښ او ښاد واوسې نو نورو ته بښنه وکړئ تر څو تاسو هوسا او خوښ واوسئ
۱۰-له خپلې مور سره ښه اړیکه وپالئ
تحقیقاتو ښودلې چې د مور غږ ته غوږ نیول د استرس او اندېښنو په له منځه وړلو کې مرسته کوي او د ښادۍ سبب کیږي.
۱۱-تلاوت وکړئ او د قرآن اورېدل مه هېروئ
تحقیقاتو ښودلې چې د قرآن تلاوت او قرآن اورېدل ستاسو د ذهن سلولونه فعال ساتي او له تاسو سره مرسته کوي تر څو فعال او چټګ ذهن ولرئ.
۱۲-پخلی وکړئ
محققان وایي کوچنۍ چارې لکه پخلی ستاسو د اندېښنو د له منځه وړلو لپاره ګټور تمامیږي.
ژباره : جاوید امیری

Share this page to Telegram

Comments