څنګه په طبیعې ډول خپل مخته ښکلا وبښو

comments 0

0 Views

ډېری خلک د خپلو مخونو د خرابتیا سره په تشویش کې وي، او غواړي چې د یوې اسانې تګلارې له مخې خپل مخ ته ښکلا ور وبښي.
د لاندې اسانې او مجربې طریقې په عملي کولو سره به ستاسو مخ په طبعي ډول ښکلی شي.
د دغه کریم مربوطه مواد:
* ۱ د چرګ هګۍ
* ۱ قاشوغه شات
* یوه د چایو د قاشوغې په اندازه زیتون غوړي
د جوړولو طریقه:
د چرګی له هګۍ څخه به سپین جدا کړئ، او ښه به یې سره وښوروئ، تر څو ښه سخت شي، او بیا به د چایو د قاشوغې څخه په لږه اندازه زیات شات او یوه د چایو د قاشوغې په اندازه زیتون غوړي به له هغې سره ښه ګډ کړئ، تر څو سره یوه شان شي.
د استعمالولو طریقه:
لومړی به مو مخ ووینځی، او بیا به دغه کریم په مخ ووهئ، او وروسته له لسو دقیقو څخه به یې بیا ووینځی.
یادونه: یوه هفته کولی شی چې په ورځ کې دوه ځله دغه کریم استعمال کړی، او د مخ مینځلو لپاره له هغو صابونونو څخه استفاده کوی کوم چې ګلیسرین لرونکي وي.

Share this page to Telegram

Comments