څنګه د خېټې وازګې کم کړو

comments 0

0 Views

مونږ چې کله د نارينه او ښځینه د چاغښت خبره کوو تر ټولو زيات خطرناک د خېټې سيمه ده چې بېلابېل لاملونه خېټه غټوي، لکه حمل، د عمر زياتوالی، زاړه پاړسوبونه او داسې نور.
تاسو به باور ونكړی چې له مونږ سره يوه داسې نسخه شتون لري چې له خوب څخه مخکې کارول کیږي، او د خېټې وازګه ویلي کوي، خو که تاسې دا نخسه کټ مټ وکاروئ، دا شربت به تاسو تر ویده کېدلو درې ساعته مخکي څښی، د کېوي مېوه نه يواځې دا چې وازګه او کالري په طبعي شکل سوځوي، بلکې ټول هغه طبعي وېټامینونه لري، کوم چې انساني جسم ورته اړتيا لري.
1- درې دانې کېوي / KIWI
2- يو دانه لیمو
3- نیمه نارنګۍ / نارنج
4- يوڅو د پالکو پاڼې
5- يوه وړه قاچوغه بذر الکتان
نارنګۍ او ليمون به دواړه ونښېځې او دا نور مواد به وړې وړې ټوټې کړئ، او په برقي مکسر کې به يې واچوی، وروسته د مالټې او لیمو اوبه ور واچوئ، بوره مه پکې اچوئ، که غواړی چې يو څه خوږ شي، نو يوه چمچه اصلي شات هم ور واچوئ، ټول مواد ښه سره ګډ کړئ، او هرماخوستن دا روغتيا بښونکي او په معدني موادو بډای يو ګیلاس شربت نوش جان کوئ!
او هره ورځ د دې شربت څښلو ته تر هغه وخته دوام ورکړئ، ترڅو چې خېټه مو نارمل حالت ته را وګرځوي.
ستاسو د صحتمند ژوند په هيله په دعا کې مو ياد ساتئ!

Share this page to Telegram

Comments