څمکنیو کې ۲۷ طالبان وژل شوي او ټپيان دي

comments 0

1672 Views

هندوکش – پکتیا: د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ کې اووه ویشت وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
له څو ورځو راهیسې د څمکنیو او جاني خیلو ترمنځ لواړي سیمه کې نښتې روانې دي خو تازه د ۲۰۳ تندر قول اردو ویلي چې تیره شپه لواړي سیمه د سختو نښتو په پایله کې ۱۷ وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو خبرپاڼه کې افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي خو یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د تیرې شپې نښتو کې دری د ملي اردو سرتیري او یو سیمه ییز پولیس وژل شوي او لس نور سرتیري سطحي ټپیان دي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments