څلور کلن پلان او لاسته راوړنې/ بریالۍ ویاړ

comments 0

0 Views

د ولسمشر محمد اشرف غني په لارښوونه د دفاعي ځواکونو د پرمختګ لپاره څلور کلن پلان رامنځ شوی چې دوه کلونه یې تېر شوي او دوه نور کلونه پاتې دي چې دا پلان بشپړ شي.
دا پلان نږدې ۶۰ سلنه بشپړ شوی او تمه ده چې سل سلنه سره به دفاعي ځواکونه یو داسې ځای ته ورسیږي چې کمیت، کیفیت او تجهیزاتو له اړخه به یې نږدې ټولې نیمګړتیاوې پوره او د جګړې په ډګر کې به بریالي وي.
ظرفیت لوړونه
ملي دفاع وزارت په دوه کلونو کې توانیدلی چې د رهبري په کچه ظرفیت جوړونه وکړي چې تر افسرانو پورې هم پکې شته دي، په دې برخه کې اټکل دی چې تر دوه زره جنرالانو او ډګروالانو پورې کسان چې یا یې بستونه برابر نه دي او یا عمر زیات دی، تقاعد کړي او نوي ځوان کدرونه ځای په ځای کړي.
ملي دفاع وزارت په دوه کلونو کې زیات شمېر جنرالان او ډګروالان تقاعد کړي او پرځای یې نوي ځوان مسلکي کادرونه ځای په ځای کړي چې کولای شي سیستم لا پياوړی کړي.
د دې تر څنګ د رهبري په کچه مسوولیت منل زیات شوي چې هرڅوک تر پخوا زیات خپلو دندو ته ځیر دی او په مسلکي ډول هر یو ته خپل کارونه برابر شوي او په همغږي پر مخ روان دي.
ملي دفاع وزارت دغه راز ۲۸۰ کسان چې له سرتېري نیولې بیا تر جنرالانو پورې پکې شامل دي، عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي چې ځینې په سزا رسیدلي او د ځینو نورو دوسیې تر څېړنو لاندې دي.
کمانډو
څلور کلن پلان کې د کمانډو ځواکونو د شمېر زیاتوالی هم شامل و چې ورسره یو ځای به یې کیفیت باندې هم کار کیږي.
ملي دفاع وزارت وتوانیده چې د کمانډو لیوا په قول اردو بدله کړي او شمېر یې زیات کړي، ځکه په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد مبارز کې کمانډو ځواکونو ښه پایله ورکړې او کولای شي چې د ترهګرۍ ضد ځانګړو عملیاتو کې ښه ثابت شي.
هغه عملیاتونه چې کمانډو ځواکونو کړي تراوسه بریالي دي او پرته له دې چې کوم تلفات ورکړي چې د طالبانو ځانګړي مرکزونه او زندانونه یې له منځه وړي او هسکه غاړه ستانه شوي دي.
ستاسو به په یاد وي چې کمانډو ځواکونو دوه ځلې موسی کلا او یو ځل د هلمند په یوه بله ولسوالۍ کې د طالبانو زندانونه مات کړل او ټول بندیان یې روغ رمټ کورنیو ته وسپارل.
کمانډو ځواکونه اوس د سیمې په کچه تر ټولو پياوړي ځواکونه دي او کولای شي هر ډول سخت عملیات پرته له کوم تلفاتو بریالي کړي.
نظم عامه او سرحدي ځواکونو لیږد
څلور کلن پلان کې له کورنیو چارو وزارت څخه د سرحدي او عامه نظم ځواکونو د لیږد موضوع هم شامله وه چې په پوره بریالیتوب سره سرته رسیدلې او اوس هغه ستونزې چې په دې دوه چوکاټونو کې وې، د ملي دفاع وزارت کې ستونزه حل شوې ده.
د عامه نظم او سرحدي ځواکونو ټولې لیواګانې د ملي دفاع وزارت چوکاټ ته راغلي او هغه تجهیزات او امکانات چې ملي اردو درلودل ورکول شوي دي، د دې تر څنګ ښه خبره دا چې د دې ځواکونو صلاحیت او مسوولیت مالوم شوی دی چې تر پخوا یې فعالیتونه چټک شوي دي.
د سیمه ییز ځواک رامنځ ته کیدل
ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې د سیمه ییز ځواک رامنځ ته کیدل د څلور کلن پلان یوه برخه وه چې دا ځواک ځینو ولایتونو کې جوړ شوی او ځینو نورو ولایتونو کې روان دی چې جوړ شي.
دا ځواک وروسته له هغې جوړیږي چې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې سیمه ییز پولیس په غلاوو او نورو سرغړوونو نوم بدي شول او حکومت پریکړه وکړه چې دا پروسه د ملي دفاع وزارت چوکاټ ته ولیږدوي.
د سیمه ییز ځواک تشکیل د ملي اردو له هغو افسرانو او سرتېرو برابریږي چې د ملي اردو په لیکو کې یې روزنه لیدلي وي او تر څنګ یې د ملي اردو په لیکو کې ترخیز اخیستی وي.
د ملي اردو هغه سرتېري او افسران چې ترخیز شوي وي او بیا یې قرارداد نه وي کړی، سیمه ییز ځواک کې د خپلو سیمو لپاره ځای په ځای کیږي چې طالبان له خپلو سیمو وشړي او د خپلو سیمو امنیت په خپله وساتي.
د سیمه ییز ځواک تر شا ملي اردو ولاړه ده او هر سیمه کې چې اړتیا شي د ملي اردو هوایي او ځمکني ځواکونه یې ملاتړ کوي.
هوایي ځواک
د څلور کلن پلان غوښنه برخه هوایي ځواک جوړوي چې څنګه کیدای شي، ملي دفاع وزارت د هوایي ځواک په برخه کې ځان بسایني خواته لاړ شي، ملي دفاع وزارت توانیدلی چې له امریکا ځینې جنګي او ټرانسپورټي الوتکې ترلاسه کړي او په تېرو دوه کلونو کې یې وکاروي.
تېر دوه کلونه افغان هوايي ځواک په بیلابیلو برخو کې پر طالبانو ځمکه تنور کړې او په هوایي بریدونو سره یې د طالبانو زیات مرکزونه ویجاړ کړي او مهم قومندان یې ورته وژلي دي.
تاسو به اوریدلي وي چې طالبانو د افغان ځواکونو د هوایي بریدونو په غبرګون کې ښوونځي وتړل او هڅه یې وکړه چې د ولسي فشار له مخې د هوایي ځواکونو د بریدونو مخه ونیسي، خو و نه توانیدل.
د ملي دفاع وزارت د بهرنیو مرستندویانو سره کار کوي چې د هوایي ځواکونو د تجهیزاتو لپاره مرستې ترلاسه کړي او تر دمه توانیدلي چې ځینې مرستې ترلاسه کړي او له نور هېوادونو سره خبرې روانې دي چې راتلونکو دوه کلونو کې به یې اړتیاوې پوره شي.
افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه هوایي ځواک ته له ترهګرۍ سره مبارزه کې ډیره اړتیا لري او هوایي ځواک کولای شي، په اسانۍ سره ترهګرو ته د افغانستان په هره برخه کې ماتې ورکړي.
نو د خپلو ځواکونو ملاتړ پکار دی، په خپلو ځواکونو باور وکړئ، د نړۍ هیڅ قدرت ورته ماتې نه شي ورکولی، یواځې له افغان ځواکونو د افغانانو ملاتړ ته اړتیا ده او بس

Share this page to Telegram

Comments