څلورم ډول سور كړى چرګ

comments 0

0 Views

د اړتیا ور مواد:
1- ژوندى چرګ يو كيلو
2- غوړي 275 ګرامه
3- توره او سپينه زيره نيمه د چايو كاچغه
4- هګۍ درې دانې
5- تور مرچ څلور دانې
6- لونګ شپږ دانې
7- وچ ګشنيز يوه د چايو كاچغه
8- تازه ګشنيز او نعناع يوه كوچنۍ دسته
9- شنه مرچك څلور دانې
10- اوږه څلور دانې
11- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو طریقه:
چرګ حلال كړى، پاك يې كړى او كوچنۍ كوچنۍ ټوټگـې يې كړى، په دېګ كي يې واچوى، نعناع ، ګشنيز ، اوږه ، مرچك او مالګه دا ټوله سره وكوټگـى او چكني ځني جوړ كړى. نوره مساله ټوله سره ميده كړى، لږ اوبه ور واچوى او كښې يې ږدى. چرګ ته دونه اوبه ور واچوى چي پكښي پوخ سي او اوبه يې وچي سي بيا هغه جوړ سوي چكني او څلور دانې لونـګ ور واچوى او پر اور يې كښيږدى چي چرګ ښه پوخ سي خو خوړين نه سي كله چي د مسالې اوبه وچي سوې را كښته يې كړى او د چرګ ټوټگـې په يوه لوښي كي كښيږدى چي سړې سي. اوس نو يوه پياله را واخلى درې دانې هكۍ پكښي ماتي كړى او ښه يې سره ووهى او ميده سوې مساله په ګډه كړى. مرچ او مالګه لږ ور واچوى چي چرګ ډېر تند او تيز نه سي. وروسته بيا په كړايې كي غوړي واچوى ښه يې سره كړى بيا د چرګ يوه يوه ټوټه په هګۍ كي وهي او په غوړو كي يې اچوى او لږ يې سره كوى وروسته تر سره كېدو يې په دېش يا غوري كي كښيږدى او را وايې خلى ډېر ښه، خوندور چرګ به وي.

Share this page to Telegram

Comments