څلورم ډول درست چرګ

comments 0

0 Views

د اړتیا ور مواد:
1. چرګ يوه دانه ( 1250 ګرامه ) .
2. پياز 375 ګرامه .
3. مستې 125 ګرامه .
4. شونډ يوه كوچنۍ ټوټه .
5. د كټوي دارو دوې د چايو كاچغي .
6. بادام 12 ګرامه .
7. وچ انځر يوه دانه .
8. كشمش 12 ګرامه .
9. ميده سوې كوپړه 24 ګرامه .
10. د نخودو اوړه 48 ګرامه .
11. خشخاش 6 ګرامه .
12. لونګ څلور دانې .
13. اوږه څلور دانې .
14. مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخولو طریقه:
لومړى چرګ پاك كړى او تر 24 ساعتو يې په يخچال كي كښېږدى وروسته يې ښه پرېمنځى او په دېګ كي يې واچوى څلور دانې اوږه، څلور دانې لونـګ او لږ اوبه هم ور واچوى او پر خام اور باندي يې كښېږدى چي اوبه يې وچي سوې راكښته يې كړى. چرګ په يوه دېش كي كښيږدى چي سوړ سي بيا يې په ګوتو كي ښه وموږى وروسته پياز په غوړو كي سره كړى او را ويې باسى جلا جلا يې وشيندى څو ښه وچ شي بيا يې ميده كړى. اوس نو شونډ، پسته، بادام، كشمش، كوپړه، مرچ او مالګه سره ميده كړى او په مستو كي يې واچوى او چرګ پكښي واچوى او په مستو كي يې پټ او اخته كړى. بيا نو دوه دانې د كباب سيخان را واخلى او چرګ په وپييى او پر سكرو باندي يې كباب كړى كله چي ښه كباب شو وروسته بيا غوړي ښه سره كړى او لږ لږ پر چرګ باندي واچوى؛ داسي يې پر واچوى چي پر ځمكه باندي يې مساله او غوړي توي نه سي بلكي چرګ يې جذب كړي. كله چي كباب تيار سو بيا يې نو د سكرو څخه را كښته كړى او په دېش كي يې كښيږدى او شا و خوا ته يې روميان ووډى او را وا يې خلى.
هيلۍ هم د چرګ په شان په هماغو موادو ډكيږي او هغسي پخيږي.

Share this page to Telegram

Comments